د کراچۍ په کیماړۍ سیمه کې د نامعلومو زهرجنو ګازو له امله د مړو شمیره ۱۴ تنو لوړه شوه

د پاکستان د کراچۍ ښار د کیماړۍ په سیمه کې د زهرجنو ګازو له امله د وژل شوو کسانو شمیره ۱۴ تنو ته لوړه شوه.

1362143
د کراچۍ په کیماړۍ سیمه کې د نامعلومو زهرجنو ګازو له امله د مړو شمیره ۱۴ تنو لوړه شوه

 

د ویلو ده چې  د کراچۍ د کیماړۍ په سیمه کې د زهرجنو ګازو له امله  ۲۳۴ تنه نور مسموم شوي دي چې په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.

د ویلو ده چې  د کراچۍ ښار د کیماړۍ په سیمه کې  د تیرو څو ورځو  نامعلوم ځای نه  زهرجن ګازو  راروان دي چې تر اوسه پورې  ۱۴ تنه وژلي او په لسګونو تنه نور مسموم کړي دي.

د سند ایالت او کراچۍ ښار مقاماتو  تر اوسه پورې  پدې اړه  څه ندي ویلي دي چې دا ګاز له کوم ځایه راروان دي او ولې يي مخنیوی نه کیږي.

د کیماړۍ  د ریلونۍ کالونۍ، جیکسن مارکیټ او مسان چوک  په سیمو کې زهرجنو ګازو د خلکو په منځ کې ویره  پیدا کړې ده .

همداشان ددې سیمې خلک  د ماسکونو سره  ګرځي. د بله پلوه د ډیفنس کالونۍ، کلفټن او شاوخوا سیمو کې  یو ډير  بد بوی  خور  دی چې له امله يي  ښوونځي هم  رخصت کړی شوي دي.

په کراچۍ کې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې  ددې زهرجنو ګازو له امله د مړو شمیره ۱۴ تنو ته لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه