په پاکستان کې د واورو او بارانونو له امله ۹۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د پاکستان د ازاد کشمیر او بلوچستان په ایالت کې د ډیرو زیاتو واورو د اورښت په نتیجه کې د رامنځته شوو پیښو له امله د مړو شمیره ۹۵ تنو ته لوړه شوه.
د پاکستان د ناورین د ملي ادارې چارواکیو د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې په هیواد کې د تیرو څو ورځو راهیسې د روانو اورښتونو په نتیجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ازاد کشمیر د نیلم درې په سیمه کې د واورې د خویدو په نتیجه کې یو زیات شمیر کورونه لاندې شوي دي چې په پایله کې ۶۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان ۵۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بلوچستان په ایالت کې هم د ډیرو زیاتو واورو د وریدو له امله د یو زیات شمیر کورونو چتونه نړیدلي دي چې په نتیجه کې ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بله پلوه په پنجاب او سند ایالتونو کې د شدیدو بارانونو د اورښت له امله ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کې ښوونځي رخصت شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې په کشمیر کې پوځ او ټولو دولتي ادارو ته د ژغورنې په عملیاتو کې د برخې اخیستو امر ورکولو نه خبر ورکړی دی.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم په سیمه کې د ژغورنې د چارو نه د لیدنې او د ناورین ځپلو سره د لیدنې په خاطر کشمیر ته تلیل دی.
د پاکستان د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په ایالتونو کې د ډیرو زیاتو واورو د اورښت په نتیجه کې د یو زیات شمیر کلو او ښارونو سره اړیکې پرې شوي دي.
د پاکستان په مشهور د ګرځندوی په مرکز ګیلګت بالتستان سیمه کې د تیرو ۵۰ کلونو راهیسې تر ټولو ډیره واوره وریدلې ده .