روحاني یو ځل بیا امریکا ته ګواښ وکړ
د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل که چیرې امریکا دویمه اشتباه وکړي زمونږ ځواب به بل ډول وي.
هغه د امریکا لخوا د قدس د ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني د وژلو نه وروسته د ایران لخوا په عراق کې د امریکا پر پوځي هډو د بریدونو نه په یادونې سره وویل
"که چېرې امریکا لخوا د دویم ځل لپاره د کومې اشتباه مرتکب شي زمونږ ځواب ډیر زیات سخت وي. "
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د خبر له مخې ولسمشر حسن روحاني دا خبره د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړې. روحاني وویل چې په عراق کې د امریکا پر پوځي هډې برید د ملګروملتونو د ۵۱ مې سره سم کړی دی.
روحاني په سیمه کې د امریکا د فعالیتونو نه د ترهګریزو فعالیتونو په توګه یادونه وکړه او وویل چې په راتلوونکې کې د امریکا د اشتباه د ترسره کولو په صورت کې به ډیر خطرناک ځواب ورکړي.
همداشان روحاني د ایران د اټومي پروګرام د فعالیتونو په اړه ویلي دي که چیرې اروپا د ایران سره پر کړو ژمنو عمل وکړي ایران به هم د پنځه جمع یو د ډلې سره لاسلیک کړي تړون حکمونو ته ژمن پاتې شي.
د انګلستان لومړي وزیر جانسن بیا په تیرو دوو اونیو کې د رامنځته شوو پیښو او پرمختګونو په اړه ژوره اندیښنه وښوده او دواړو خواوو باندې د اعتدال غږ وکړ. هغه وویل چې دواړه خواووې باید د روان تشنج کچه راټيته کړي.
هغه د لندن او تهران ښې اړیکې یوه حتمي خبره وبلله او د نړۍوال امنیت د قوي کولو په خاطر يي د ایران نه د اټومي تړون حکمونو ته د ژمن پاتې کیدو غوښتنه وکړه.