د قاسمي په جنازه کې په لسګونو تنو په ګڼه ګوڼه کې ژوند د لاسه ورکړ
د ایران د کرمان په ښار کې د قدس د ځواکونو د عمومي قومندان قاسم سلیماني د جنازې په مراسمو کې د ګڼې ګوڼې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په کرمان ښار کې د سلیماني د جنازې په مراسمو کې د ډیرې زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ۳۵ تنه مړه او ۴۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د قاسم سلیماني جنازه پرون د ایران په پلازمینه تهران کې د جنازې د لمانځه نه وروسته د هغه د زیږیدو ښار کرمان ته یوړل شوه.
په کرمان کې د جنازې په مراسمو کې د کرمان او شاوخوا ولایتونو نه په سلګونو زرو تنو ګډون وکړ .
په جنازه کې کډون کوونکو په سلګونو زرو تنو نه تسلمیت نه مناظره مونږ انتقام غواړو شعارونه ورکول.
په کرمان کې د سلیماني د جنازې په مراسمو کې د هیواد مهمو سیاسي او پوځي مقاماتو ګډون کړی دی. د سپاه پاسداران ځواکونو عمومي قومندان حسین سلامي دلته خپله وینا کې په انتقام ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې دا معلومه نده چې جنازه به څو بجې خاورو ته وسپارل شي.
د یادولو وړ ده چې د ایران د قدس د ځواکونو قومندان جنرال قاسم سلیماني د جنوري په دریمه نیټه د عراق په پلازمینه بغداد کې د هوايي دګر ترڅیرمه د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.