ایران  د امریکا نه  د قدس د ځواکونو د عمومي قومندان  قاسم سلیماني  د وژلو د غچ اخیستو ګواښ وکړ.

امریکا د ایران یو ډیر مهم قومندان وواژه

1333854
ایران  د امریکا نه  د قدس د ځواکونو د عمومي قومندان  قاسم سلیماني  د وژلو د غچ اخیستو ګواښ وکړ.

 

د امریکا متحده ایالتونو لخوا  د عراق په پلازمینه بغداد کې  په یو توغندیز برید کې  د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د قدس د څانګې د عمومي قومندان  قاسم سلیماني وژلو  د ایران  ډیر سخت غبرګون پارولی دی.

ایراني چارواکي  د امریکا لخوا د سلیماني د وژل کیدو نه وروسته پرله پسې  د غچ اخیستو ګواښونه کوي.

د ایران دیني  رهبر علي خامنه يي د سلیماني  د وژل کیدو له امله په هیواد کې درې ورځې ملي  ویر  اعلان کړ.

خامنه يي  د امریکا لخوا د سلیماني د وژل کیدو  په غبرګون کې ویلي دي چې

" د سلیماني  د وژونکو ته  ډیر  تریخ  انتقام  انتظار باسي "

هغه زیاته کړې ده چې  دا یوه  ډیره  ستره  او ترخه  ضایع  ده خو د هغه لاره او مبارزه به تر  بري پورې دوام وکړي. د هغه وژونکو ته  ډیر  تریخ  انتقال په انتظار کې  دی. په هغه برید کوونکو باندې به ژوند  په جهنم  بدل کړو.

خامنه يي وویل چې  د قاسم سلیماني  شهادت د امریکا  او اسراییلو په مقابل کې د ایران  مقامت  دوه برابره  قوي کوي.

د بله پلوه  د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد  ظریف  د قاسم سلیماني  وژنه یو ډیر  خطرناک  ګام  او ستر حماقت  وباله. هغه وویل چې دا عمل به  ډیرې بدې پایلې  ولري او ددې بدو پایلو یواځنی  مسئول  امریکا  دی.

ظریف ویلي دي چې  قاسم  سلیماني  په سیمه کې  د داعش، القاعده او النصره  په څیر  د ترهګرو سازمانونو او ډلو پر خلاف په مبارزه کې  ډیر  مهم  او رغنده  رول درلود. د امریکا  دا اقدام  په اصل کې نړۍواله  ترهګري  ده.

د ایران  د سپاه پاسداران  د قومندانانو نه  محسن رضايي  د امریکا لخوا د وژل شوي  قدس ځواکونو د قومندان  قاسم سلیماني د غچ د اخیستو ګواښ وکړ. هغه وویل چې  قاسم  سلیماني  د خپلو شهیدو ورورنو په ډله کې یو ځای شو او د امریکا نه به ددې د وژنې ډیر سخت او تریخ  انتقام واخو.



اړوند خبرونه