د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  د کډوالو په مسئله کې  ترکیې نه مننه وکړه.

عمران خان  تیره ورځ د سویس د جینیوا په ښار کې د ملګروملتونو په مقر کې  پيل شوې د کډوالو لومړۍ نړۍوالې غونډې ته وینا وکړه.

1325180
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  د کډوالو په مسئله کې  ترکیې نه مننه وکړه.

 

هغه په خپله وینا کې د ترکیې د ولسمشر او ترک ملت نه مننه وکړه او داسې وویل

" غواړم د ترکیې د ولسمشر او ترکیې د خلکو نه  په نړۍ کې تر ټولو د زیاتو د کډوالو د کوربه توب د کولو له امله  مننه وکړم. " هغه  خبرداری ورکړ که چیرې  د کډوالو په مسئله کې  لازم  او بیړني  اقدامات ترسره نشي  کیدای شي چې  د کډوالو د لا ستر بحران  سره  لاس او ګریوان  شو.

عمران خان په خپله وینا کې  د کشمیر د مسئلې نه په یادونې سره وویل چې  د روان کال د اګست د میاشتې د پنځمې نیټې راهیسې  د کشمیر ۸ میلیونه تنه انسانان په خپلو کورونو کې  نظر بند شوي دي. هغوې  په سرخلاصه زندانونو کې زنداني شوي دي. هندوستان ددې ضد انساني چلند سره  په اصل کې په نړۍ کې د کډوالو یوه بله لویه ستونزه  رامنځته کړې ده .

عمران خان په نړۍ غږ وکړ چې " نړۍ په یوه خبره باید ځان ښه پوه کړي چې  د هندوستان اصلي هدف  د کشمیر  قومي  ساختار  بدلول دي. د کشمیر اصلي اوسیدونکي چې  اکثره يي مسلمانان  دي غواړي پدې سیمه کې مسلمانان په اقلیت بدل کړي."

هغه د کشمیر په مسئله کې نړۍوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ او وویل چې  پاکستان  د کشمیر په مسئله کې یواځې د کډوالو  د مسئلې په اړه اندیښمن  ندی. بلکې اندیښنه لري خدای مکړه  دا مسئله  د دوو اټومي  طاقتونو ترمنځه د احتمالي جګړې لامل وګرځي. زمونږ اصلي اندیښنه دا خبره ده.

عمران خان وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ  هندوستان  د تابعیت  په قانوني کې  اصلاحات رامنځته کړل خو پدې مسئله کې هم  د مسلمانانو سره  خپل تبعیض  ټولې نړۍ ته ښکاره کړ. هغه په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې  دا مسئله په ډیر غور او دقت  سره مطالعه کړي.



اړوند خبرونه