د پاکستان یوې ځانګړې عالي محکمې پخوانی ولسمشر پرویز مشرف په اعدام محکوم کړ
پرویز مشرف په اعدام محکوم شو
۳ – د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف په اعدام محکوم شو.
د پاکستان یوې ځانګړې عالي محکمې پرویز مشرف هیواد ته د ستر خیانت کولو په تور تورن کړ.
د ویلو ده چې پرویز مشرف د هیواد د اساسي قانون د ځنډولو او پارلمان د فسخه کولو په تور وطن ته د خیانت کولو په تور تورن شوی دی.
پرویز مشرف د ۲۰۰۷ میلادي کال د نوامبر د میاشتې په دریمه نیټه د هیواد اساسي قانون وځنډو او په هیواد کې فوق العاده حالت اعلان کړ.
په پاکستان کې د نواز شریف د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۳ کال کې د پخواني ولسمشر پرویز مشرف پر خلاف په محکمه کې اقامه د دعوا وکړه. د مسلم لیګ ن ګوند هغه د هیواد د اساسي قانون د ځنډولو او ځینو نورو غیرې قانوني کړونو تورن کړ.
محکمې پرویز مشرف د رایو په اکثریت سره وطن ته د ستر خیانت په تور تورن.
په پاکستان کې د پیښور د عالي محکمې مشر قاضي وقار احمد، د سند ایالت د عالي محکمې د مشر قاضي نذراکبر او د لاهور د عالي محکمې د مشر قاضي شاهد کریم نه تشکیل شوې د ځانګړې عالي محکمې جنرال پرویز مشرف وطن ته د خیانت په تور تورن کړ او هغه ته يي د مرګ سزا واروله.
ویل کیږي د محکمې د ۳ تنو غړیو نه دوو تنو د مشرف د اعدام پریکړه وکړه چې پدې ډول هغه د رایو په اکثریت سره په اعدام محکوم کړی شو.