ایران نن سهار یو ځل بیا یوې قوي زلزلې وړلزو.
په ایران کې زلزلې ۳۰ کلي تخریب کړي
نن د سهار په وختي ساعتونو کې د ایران د شرقي اذربایجان په سیمه کې د ریشتر په کچه د ۵ عشاریه ۹ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوه.
ویل کیږي دې زلزلې د ایران شمال لویدیځ او لویدیځې برخې ولړزولې.
ددې زلزلې مرکز شرقي اذربایجان د میانه ولسوالۍ اړوند د ترک کلی ښودل شوی دی.
په زلزله کې تر اوسه پورې د ۵ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
دا زلزله تیره شپه د شپې په ۲ بجواو ۱۷ دقیقو رامنځته شوې ده .
ویل کیږي دې زلزلې د ایران غربي اذربایجان، ګیلان، اردبیل او زنجان ښارونه هم لرزولي دي.
د زلزلې مرکز د ترک کلی ښودل شوی دی. ویل کیږي زلزله د مځکې لاندې په دوه کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .
د ایران د تسنیم خبري اژانس ویلي دي چې د سهار تر نهو بجو ددې زلزلې له امله لږ تر لږه د ۵ تنو د وژل کیدو او ۲۵۱ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی شوی دی.
دې زلزلې ۳۰ کلي تخریب کړي دي.
د ایران د شرقي اذربایجان د بیړنیو حالاتو د ادارې مشر محمد باقر هنربر خبري رسنیو ته ویلي دي چې دې زلزلې ۳۰ کلي تخریب کړي دي.
همداشان د لومړنۍ زلزلې نه وروسته د ۳۳ نورو ټکانونو نه خبر ورکړ شوی دی. د د زلزلې د نورو ټکانونو لویوالی د ریشتر په کچه ۴ عشاریه ۳ ښودل شوی دی.
همداشان تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې دقیقه شمیره نده معلومه.