ایران د عربستان سره د مذاکراتو په خاطر خپل شرط وړاندې کړ

د ایران د د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد  ظریف  د سعودي عربستان سره  د مذاکراتو په خاطر د خپل هیواد شرط  اعلان کړ.

1284361
ایران د عربستان سره د مذاکراتو په خاطر خپل شرط وړاندې کړ

 

هغه وویل چې د   سعودي عربستان لخوا  د سیمې ستونزو ته  د عسکري لارو څخه نه بلکې د سیاسي لارو څخه  د حل د  لټون په صورت کې   ایران حاضر  دی چې ورسره  مذاکرات وکړي.

ظریف  دا څرګندونې  د ایران د ملي شورا د خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې. ظریف ددې پوښتنې په ځواب کې چې  د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان  د ایران سره د مذاکراتو په خاطر  د پاکستان او عراق نه د منځګړتوب غوښتنه کړې داسې وویل ، سعودي عربستان  که چیرې  د ایران سره د مذاکراتو غوښتنه کوي  لومړی  باید  د سیمې د روانو ستونزو د حل په خاطر  د پوځي لارو نه  سیاسي حل لارې انتخاب کړي. په سیمه کې د وینو بهولو پر ځای که چیرې  د مذاکراتو میز  او سیاسي  حل لاره  انتخاب کړي  البته چې ایران ورسره مذاکراتو ته چمتو  دی.

هغه وویل چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د بصرې خلیج هیوادونو ترمنځه  د ډیالوګ او مذاکراتو د فضا د جوړولو  په خاطر کار کوي. هغه د هرمز د سولې د پروژې نه په یادونې سره وویل چې هیواد يي  د سیمې د ثبات په خاطر د سیمې د هیوادونو سره هر ډول همکارۍ ته  تیار  دی.

د ویلو ده چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان  یو څه موده مخکې ویلي وو چې د ایران سره د موجودو ستونزو د حل په خاطر  د پوځي لارو نه سیاسي  حل لارې  ډیرې  ښې دي.

د بله پلوه ویل کیږي چې عراق او پاکستان د سعودي عربستان او ایران ترمنځه د منځګړتوب  په خاطر  هلې ځلې کوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  چې  د ملګروملتونو د  کلنۍ اسمبلۍ په چوکاټ کې  د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ترمپ سره  په لیدنه کې ویلي وو چې  سعودي عربستان ولیعهد شهزاده ترینه  د ایران سره  د ستونزو د حل په خاطر د منځګړتوب غوښتنه کړې ده .  



اړوند خبرونه