په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د پاکستان د لومړي وزیر ډیرې مهمې څرګندونې

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې  امریکا متحده ایالتونه  په افغانستان کې په روانې ۱۹ کلنه  جګړه کې ناکامه شوې او که چیرې  دا جګړه  ۱۹ کاله نور هم  دوام وکړي  بیا به هم بریالۍ نشي.

1275179
په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه  د پاکستان د لومړي وزیر ډیرې مهمې څرګندونې

 

هغه وویل چې دا خبره به د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په لیدنه کې هغه ته مخامخ وکړي.

عمران خان دا څرګندونې  د امریکا  د نیویارک په ښار کې  د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا په غونډه کې وکړې.

هغه دلته په خپله وینا کې  د افغانستان په اړه د امریکا  په ستراتیژۍ  نیوکه وکړه.

هغه وویل چې امریکا  لومړی په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر خلاف جنګیدونکو ځواکونو  ته  مجاهدینو خطاب کولو  خو کله چې  پخپله امریکا  افغانستان اشغال کړ بیا  په همدې  مجاهدینو يي د ترهګرو  نوم  کیښود  او پاکستان يي هم  د ترهګرو په لست کې شامل کړ.

هغه وویل چې  د پاکستان لخوا د افغانستان په اشغال کې د  ګډون سره د لومړۍ ورځې نه  مخالف وم ، ځکه  هغه  کسان  چې تر پرونه پورې مو  د اسلام د سپڅلي  رکن  جهاد  په خاطر  روزل او د مجاهدینونو په توګه مو ترینه یادونه کوله  وروسته مو همدې  کسانو ته وویل چې ستاسې دا کړنې  او چلند  ترهګري ده. په هغوې مو د ترهګرو ټاپې ولګولې. پاکستان لږ تر لږه  پدې برخه کې بې طرفي غوره کولای شو. د پاکستان لخوا د سپټمبر د ۱۱ مې د پيښې نه وروسته د امریکا لخوا په پیل شوي  د نړۍوالې ترهګرۍ په مبارزه کې  ګډون کول  تر ټولو  ستره  خطا  وه.

عمران خان  یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې  په افغانستان کې د روانه  ستونزه  او کشاله  د پوځي  لارو څخه حل ول  ناممکنه خبره ده. هغه وویل چې په افغانستان کې به هله  سوله او امنیت  ټینګ شي چې  روانه جګړه  پایته ورسیږي او امریکا ددې هیواد نه خپل ځواکونه وباسي   . هغه وویل چې  د امریکا  ولسمشر ټرمپ سره  به په لیدنه کې  هغه ته په مخامخ  توګه ووايي چې په افغانستان کې په روانه ۱۹ کلنه جګړه کې ناکام شوي دي. که چیرې  ۱۹ کاله نور هم  وجنګیږي  بریالي به نشي.

عمران  خان  وویل چې  د سولې  قوي  ملاتړ  دی( تر اوسه پورې  هیڅ ځای کې دا ندي  لیدل شوي  چې  جګړې  یوه ستونره  حل کړي وي. زه باور نکوم چې  کومه ستونزه دې د جګړې له لارې حل شي. هر هغه څوک چې  د جګړې سره د ستونزې د حل  په لټه کې وي  د نورو ستونزو سره  مخامخیږي. که چیرې القاعده  له منځه یوسۍ  داعش  پیدا کیږي. )

هغه  د تندلاري  او معتدل  اسلام  په اړه د پوښتنې په اړه  سخت غبرګون وښود او وویل چې  اسلام  یواځې یو ډول دی چې هغه  اسلام  دی. د تندلاري  اسلام یا معتدل  اسلام په نامه  کوم شی شتون نلري. یواځې یو اسلام  شتون لري.

هغه  په جمو کشمیر کې د روانو حالاتو په اړه  د پوښتنې په ځواب کې  وویل چې هلته  یو ستر انساني  تراژیدي  روانه ده. هغه د نړۍوالې ټولنه نه غوښتنه وکړه چې لږ تر لږه  د هندوستان په حکومت  په کشمیر کې د لګولي ګرځبند  د ختمولو  په خاطر  فشار رواړي. دا ګرځنبد پرې ختم کړي.



اړوند خبرونه