په پاکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې پر امنیتي ځواکونو چاودنه وشوه.
په پاکستان کې پر پوځیانو چاودنه وشوه
1273319
د پاکستان د پوځ ویاند په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي دي چې د افغانستان سره په پوله کې پروت د خیبرپښتونخوا د مومندو په سیمه کې په پاکستاني ځواکونو چاودنه وشوه.
په چاودنه کې دوو تنو پوځیانو ژوند د لاسه ور کړی دی.
هغه ادعا کړې ده چې دا بم د پولې نه د پورې غاړې د ترهګرو لخوا په سیمه کې ځای په ځای شوی وو چې پر امنیتي ځواکونو وچاوید.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال غفور ویلي دي چې نوموړو پوځیانو په پوله کې د اغزن مزي د غځولو د چارو نه څارونه کوله چې پرې چاودنه وشوه.
په پيښه کې دوه تنه پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.