جواد ظریف مایک پمپیو ته ځواب ورکړ
جواد ظریف : پمپیو ټرمپ د ایران پر خلاف جګړې ته لمڅوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ایران پر مقابل کې د احتمالي جګړې د رامنځته کولو په مسئله کې ولسمشر ټرمپ ته په فریب ورکولو تورن کړ.
د ویلو ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر پمپیو د سعودي عربستان د تیلو پر چاڼځایونو د برید پړه پر ایران واچوله او ددې برید مسئول يي ایران وباله. پمپیو وویل چې دا برید په اصل کې د ایران پر خلاف د جګړې سبب دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف بیا د خپل ټویټر پاڼې له لارې مایک پمپیو ته ځواب ورکړ.
ظریف ویلي دي چې پمپیو د ایران پر خلاف د جګړې هڅونه کوي. .
هغه ویلي دي چې د امریکا د ب ډلې پاتې شوني ولسمشر ټرمپ د ایران پر خلاف د جګړې پیلولو ته لمڅوي او هغه ته فریب ورکوي. د خپلې ښې ګڼې په خاطر باید دعا وکړي د کوم شي په هڅه کې چې دي چې هغه هدف ته ونه رسیږي.
دوی کبرجنو د یمن په څیر په یو کوچني هیواد کې څلور کاله مخکې پیل کړې جګړه تر اوسه سرته نده رسولې او نن ورځ د خپلو خطاګانو بدل پرې کوي.