ایران د پنځه جمع یو د لاسلیک کړي اټومي تړون د تهداتو د ځنډولو په برخه کې دریم ګام اوچتوي.
ایران د اټومي تړون ځینې نور تهدات هم ځنډوي
دا خبره د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي وکړه. هغه وویل چې هیواد به يي د اټومي تړون د تهداتو د ځنډولو په برخه کې دری ګام اوچت کړي خو دا ګام به د تیرو ګامونو په پرتله لا قوي ګام وي.
موسوي وویل چې ایران به د راتلوونکي پنجشنبې پر ورځ د اټومي تړون د ځینو تهداتو د ځنډولو په برخه کې دریم ګام اوچت کړي. هغه پدې اړه لږ معلومات ورکړل.
هغه وویل د دریم ګام د اوچتولو پلان جوړ شوی او تطبیق ته چمتو دی. دریم ګام به د لومړي او دویمو ګامونو په پرتله لا قوي وي.
موسوي وویل که چیرې د اټومي تړون په اړه ډیپلوماتیکي هلې ځلې نتیجه ورکړي کیدای شي چې اوچت شوي ګامونه بیرته لغوه شي. د بهرنیو چارو وزیر په فرانسه کې په لیدونو کتنو بوخت دی او مرستیال يي عباس عراقچي هم پاریس ته سفر کوي. هغه وویل چې ایراني چارواکي د ډیپلوماتیکو لارو څخه د اټومي تړون د ژغورلو تمه کیږي.
موسوي وویل که چیرې اروپايي ټولنه د اټومي تړون د حفاظت په برخه کې لازم ګامونه اوچت کړي او په کړو ژمنو عمل وکړی ایران به دریم ګام د اوچتیدو به لاس واخلي.