د پاکستان د پوځ د مشر د دندې موده ۳ کاله نوره هم وغځوله شوه
د پاکستان د وسله والو ځواکونو د مشر قمر جاوید باجوه د دندې موده د درې نورو کلونو لپاره وغځول شوه.
1255216
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د ستر جنرال قمر جاوید باجوه د موجودې دندې موده د سرته رسیدو د نیټې نه په اعتبار سره د دری نورو کلونو لپاره وغځول شوه.
دا پریکړه د سیمه ایز امنیت مسئله په نظر کې نیولو سره شوې ده .
د ویلو ده چې جنرال قمر جاوید باجوه د ۲۰۱۶ کال د نوامبر په میاشت کې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف لخوا د هیواد د وسله والو ځواکونو د مشر په توګه وټاکل شو. د هغه د دندې موده د ۲۰۱۹ کال د نوامبر په میاشت کې سرته رسیده چې د موجود لومړي وزیر عمران خان لخوا د ۳ نورو کلونو لپاره وغځول شوه.