د ایران ولسمشر داځل اروپايي هیوادونو ته خبرداری ورکړ

روحاني : که چیرې اروپايي هیوادونه په کړو ژمنو عمل ونکړي په کومه اندازه چې مو زړه وغواړي په هغه اندازه به یورانیم تولید کړو

1229645
د ایران ولسمشر داځل اروپايي هیوادونو ته خبرداری ورکړ

د ایران ولسمشر حسن روحاني داځل  اروپا وګواښله. روحاني وویل چې  د جولای د ۷ مې نیټې نه وروسته به دویم  ګام اوچت کړي. دا ځل به  د یورانیم د بډاینې  سویه  د ۳ عشاریه ۶۷ سلنې نه  لوړه کړي.

روحاني  په پلازمینه  تهران کې  د وزیرانو  د شورا د غونډې نه وروسته خبري غونډې ته  د ایران لخوا د اټومي تړون په اړه د اوچتیدونکو  نوو ګامونو  په اړه  معلومات ورکړل.

روحاني وویل چې  د اټومي تړون  طرف  پلو ته يي ورکړی ۶۰ ورځنی  مهلت د جولای په ۷ مه نيټه یعنې د راتلوونکې یکشنبې پر ورځ  پوره کیږي. هغه د اروپايي ټولنې په غړیو هیوادونو غږ وکړ چې  د ټاکل شوي مهلت د پوره کیدو نه وروسته به ایران دویم  ګام اوچت کړي. د یورانیمو د بډاینې سویه به د ۳ عشاریه ۶۷ سلنې نه  لوړه کړي. مجبور یو  چې پدې اړه  کړې ژمنه یو پلو ته  پریږدو  او  د خپلې خوښې  په اندازه  یورانیم  تولید او بډایه کړو.

روحاني وویل  څومره  چې مو زړه وغواړي  او څومره چې مونږ  ته اړتیا وي په هغه اندازه به یورانیم  تولید کړو. که چیرې  تاسې  تاسف  او اندیښنه څرګندونۍ  د همدې اوس  نه يي څرګند کړئ، که چیرې تاسې  زمونږ  پر خلاف بیانات  خپروۍ  د همدې اوس نه يي خپاره کړئ.  

روحاني وویل که چیرې  اروپايي ټولنه  د جولای تر اومې نیټې په کړو  ژمنو عمل ونکړي  او د اټومي تړون  ژمنې  او شرطونه پر ځای نکړي  ایران به د اراک اټومي ریکتور  پخواني حالت ته وګرځوي.

هغه اروپايي هیوادونو ته په خطاب کې وویل « که چیرې  اروپايي هیوادونه  د جولای تر ۷ مې نیټې خپلې ژمنې پر ځای نکړي د اراک ریکتور به  پخواني  حالت ته واړو. که چیرې  دوې په خپلو ژمنو عمل ونکړي  ددوې پر خبره  خطرناکه  پلوتونیوم  به هم  تولید کړو.

هو که چیرې اروپايي هیوادونه پدې اړه کړې ژمنې سرته ورسوي  مونږ هیڅوخت دا ګامونه نه اوچتو. »



اړوند خبرونه