د پاکستان د کراچۍ په ښار کې پر پولیسو خونړی برید وشو.

په کراچۍ کې ناپیژاندو کسانو پر پولیسو ډزې وکړې

1219450
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې پر پولیسو خونړی برید وشو.

 

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې  ناپیژانده  موټر سایکل سپرو  د کراچۍ  ښار د اورنګي ټاون  په سیمه کې  پر پولیسو ډزې وکړې چې په پایله کې دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.

برید کوونکي  د برید نه  وروسته د پيښې د ځای نه په تیښته بریالي شوي دي.

د پيښې نه سمدلاسه وروسته پولیس او روغتیايي ډلې سیمې ته راورسیدې . د وژل شوو پولیسو مړي  نږدې روغتون ته انتقال کړې شول.

همداشان  پولیسو  د برید کوونکو د نیولو په خاطر په سیمه کې پراخه  پلټنې  پيل کړي دي.

د سیمې د پولیسو مشر ویلي دي چې  پر پولیسو هله برید شوی دی چې د کور نه  د دندې پر لورې روان  ول. د وظیفې سیمې ته د رسیدو سره  سم پرې  د ناپیژانده  کسانو لخوا برید شوی.


پيوندونه: #پاکستان , #کراچۍ , #برید

اړوند خبرونه