په پاکستان کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه
په کوټې کې په جومات کې چاودنه وشوه
د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې په ښار کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه.
د پاکستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د کوټې ښار د پشتون آباد په سیمه کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده .
پولیسو ویلي دي چې چاودنه د پشتون آباد په سیمه کې د رحمانیه په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده .
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د جمعې د لمانځه د جماعت نه نږدې یو ساعت مخکې د وعظ پر مهال رامنځته شوه. د جومات مسئولینو ویلي دي چې د جمعې لمونځ په ۲ بجو او ۴۵ دقیقو کیږي او چاودنه په نږدې یوه نیمه بجه رامنځته شوه.
د چاودنې پر مهال د ۴۰ نه تر ۵۰ تنو پورې په جومات کې موجود ول .
پولیسو ویلي دي چې پدې پیښه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
د روغتون چارواکیو ویلي دي چې د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.