د تهران او شمال په لویه لاره کې د البرز په تونل کې چاودنه شوې

د ایران د البرز  په تونل کې  د چاودنې له امله ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

1205365
د تهران او شمال په لویه لاره کې د البرز په تونل کې چاودنه شوې

 

د ایران د خبري رسنیو د خبر له مخې  چاودنه  د  پلازمینې تهران او هیواد د شمال ترمنځه په لویه لاره کې  د زنګوله  پل د سیمې نه مخکې  د البرز په تونل کې رامنځته شوې ده .

د سیمې د چارواکیو په وینا پدې پیښه کې  ۱۱ تنه ټپیان شوي وو چې  درې تنو ژوند د لاسه ورکړ.

همداشان  د پاتو ۸ تنو ټپیانو نه  درې تنو نورو هم  په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړ چې د مړو شمیره  ۶ تنو ته لوړه شوه. د پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دی. ویل کیږي چاودنه د متان ګازو له امله رامنځته شوې ده. ویل کیږي د چاودنې نه وروسته اورلګیدنې رامنځته شوې ده چې ډیری کسان  د نوموړې اورلګیدنې له امله سوځیدلي دي.



اړوند خبرونه