ایران : د امریکا لخوا پر ایران د اقتصادي فشارونو د دوام په صورت کې به افغانان خپل هیواد ته ستانه کړو

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال  سید عباس  عراقچي  وویل که چیرې امریکا  پر ایران اقتصادي فشارونو ته په همدې شان دوام ورکړي  په هیواد کې میشتو ټولو  افغانانو نه به خپل هیواد ته د ستنیدو  غوښتنه وکړو.

1197789
ایران : د امریکا لخوا پر ایران د اقتصادي فشارونو د دوام په صورت کې به افغانان خپل هیواد ته ستانه کړو

 

هغه وویل چې ایران  تر اوسه پورې  د اټومي تړون نه  وتلی  ندی او هیڅ هیواد  ایران  د اټومي تړون  پر خلاف په کوم اقدام  تورنولی هم  نشي. ځکه چې  ایران تر ننه پورې  د نوموړي تړون د چوکاټ نه بهر  یو ګام  هم  ندی  اوچت کړی.

عراقچي دا څرګندونې  د ایران سیما دویمې شبکې سره  په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه وویل چې ایران  د اټومي تړون نه د وتو مسئله  د غور لاندې نیولې ده  خو دا کار به پړاو په پړاو  ترسره کړي. په هر پړاو کې به خپلې غوښتنې  بیان کړي.

هغه وویل چې  ایران سیاست د هر څه مخکې ډیپلوماسۍ  ته  فرصت ورکول دي  که چیرې  د ډیپلوماسۍ  له لارې  کوم پرمختګ ونشو نو بیا  به  ددې تړون نه ووځي.

هغه وویل  که چیرې  په راتلوونکو دوو میاشتو کې  زمونږ غوښتنې  ومنل شي  خو  اټومي تړون ته به ژمن پاتې شو او که چیرې ونه منل شي  د یورانیمو د بډاینې کچه به لوړه کړو.

همداشان  هغه  وویل که چیرې  امریکا پر ایران اقتصادي  فشارونو ته په همدې شان  دوام ورکړي  ایران مجبور دی چې  په هیواد کې میشتو ټولو  افغانانو نه خپل هیواد ته د ستنیدو غوښتنه وکړي.



اړوند خبرونه