د ایران  د تبریز ښار  د تبریز په تاریخي  بازار کې  اورلګیدنې  تر سلو ډیر دوکانونه  سوځولي دي.

د تبریز په تاریخي سرپټي بازار کې اورلګیدنې تر سلو ډیر دوکانونه سوځولي دي

1197912
د ایران  د تبریز ښار  د تبریز په تاریخي  بازار کې  اورلګیدنې  تر سلو ډیر دوکانونه  سوځولي دي.

 

د ایران نه د ترلاسه شوو ملوماتو له مخې  تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې د تبریز په تاریخي  بازار کې  اورلګیدنه رامنځته شوه چې له امله يي  ۲۹ تنه  ټپیان شوي دي. د تبریز ښار  روغتیايي چارواکیو ویلي دي چې پدې پیښه کې  د ۱۹ تنو اور وژونکو په ګډون ۲۹ تنه ټپیان شوي دي.

د نړۍوالو میراثونو د تبریز د ښار  مسئول  مدیر حسین  اسماعیل سنګري خبري رسنیو ته ویلي دي چې  اور لګیدنه  د شپې د ۱۱ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه چې  ۸ ساعته يي دوام وکړ. اورلګیدنه  د ۸ ساعتو هلو ځلو نه وروسته  تر کنټرول لاندې راوستل شوه.

هغه ویلي دي چې پدې اورلګیدنه کې تر سلو ډیرو دوکانونو ته  زیان  رسیدلی دی.

همداشان د ختیځ اذربایجان  د ښار  د اور وژنې د ادارې ویاند  سیامک نوروزي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  چاودنه  په بازار کې  د سینګار  د توکو  د پلوونکو د مغارو نه په یو کې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده .

د ویلو ده چې  د تبریز  دا تاریخي  بازار چې  لرغونوالی لس پیړیو  مخکې ته غځیږي  د نړۍ تر ټولو  لوی تاریخي  سرپتی  بازار  بلل کیږي.

د ویلو ده چې دا تبریز دا لرغونی  بازار  په ۲۰۱۰ کال کې د یونسکو سازمان لخوا د نړۍوالو میراثونو په لست کې شامل کړی شو.

پدې بازار کې چې  تر ۴۰ دیر مسلکونه  اجرا کیږي  ۵۵۰۰ دوکانونه  او مغازې شتون لري.

همداشان دا بازار د تبریز ښار د سمبول په توګه هم  یادیږي.



اړوند خبرونه