د ایران پر پوله ساتو ځواکونو وسله وال برید وشو
د ایران په لویدیځ کې د عراق سره په ګډه پوله کې پر ایران پوله ساتو وسله وال برید شوی دی.
1165337
د ایران د فارس خبري اژانس د خبر له مخې تیره شپه د ایران په لویدیځ کې د عراق سره په پوله کې د کردستان ایالت اړوند د بانی د ښار په اطرافو کې د نامعلومو کسانو لخوا په پوله ساتو ځواکونو وسله وال برید وشو.
د برید نه وروسته د ایراني پوله ساتو او برید کوونکو ترمنځه نښته وشوه چې په پایله کې یو تن ایراني پوله ساتي ژوند د لاسه ورکړ.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.