په ایران کې د فقر او بې وزلۍ کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده .
په ایران کې ۱۹ میلیونه تنه په فقر کې ژوند کوي
د ایران د تهران پوهنتون علمي شورا غړي او ټرانسپورت او ښارجوړونې پخواني وزیر عباس اخندي ویلي دي چې د ایران په ښارونو کې د فقیرو او بې وزله کسانو شمیره ۱۹ میلیونو تنو ته رسیدلې ده .
هغه دا څرګندونې په پلازمینه تهران کې د ښاري بیا رغونې او ادارې تر نامه لاندې جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کې وکړې.
هغه وویل چې د ایران په ښارونو کې ۱۹ میلیونه تنه په فقر او بې وزلې کې ژوند تیروي. دا رقم د هیواد یوه څلورمه برخه نفوس تشکیلوي.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د اخندي له قوله لیکلي دي چې د ایران ښارونه د سیوسیالوژیک پلوه هم بیا رغونې ته اړتیا لري. ښاري بیا رغونه د اقتصادي او ټولنیز پلوه هم د خلکو سره مرسته کوي.
هغه ویلي دي چې د ولسمشر حسن روماني په مشرۍ حکومت په پام کې لري چې د لسو کلونو په دننه کې په ټول هیواد کې ۲۷۰۰ سیمې د ښار بیارغونې په پروګرام کې شاملې کړي او دا ښاري بیارغونې پروژې پکې تطبیق کړي.