ایران د راتلوونکې کال بودیجه له سره جوړوي.
په ایران کې د نوي کال په بودیجې جنجالونه دوام لري
د ایران د ملي شورا رئیس علي لاریجاني وویل چې د نوي کال بودیجه چې په هیواد کې جنجالونو پیل کړي دي د تحریمونو د شرایطو په نظر کې نیول کیدو سره له سره جوړیږي.
لاریجاني د ایران دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلی دي چې د هیواد دیني مشر ایت الله علي خامنه يي ملي شورا ته په وړاندې شوې بودیجې د بیا کتنې امر کړی دی.
لاریجان د بودیجې په اړه د دیني مشر علي خامنه يي څرګندونو ته په اشارې سره ویلي دي چې « د انقلاب مشر د راتلونکي کال بودیجه په هیواد کې د لګیدولو تحریمونو په نظر کې نیولو سره له سره د جوړولو غوښتنه کړې ده .»
هغه ویلي دي چې د بودیجې په ساختار کې به تغیرات راوستل شي. په حکومت کې تغیرات شرط دي. د بیروکراټانو شمیره باید راټیټه کړی شي.
همداشان لاریجاني تیره ورځ ویلي وو چې انقلاب مشر د ۴ میاشتو په دننه کې د هیواد په ساختار کې د اصلاحاتو د راوستو غوښتنه کړې ده .
د ویلو ده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني ملي شورا ته په وړانډې کړې د نوي کال به بودیجه کې دفاعي بودیجه کمه کړې چې دې مسلې سخت غبرګونونه پارولي دي. د بله پلوه د ایران د روغتیا وزیر حسن قاضي زاده هاشمي د روغتیا د وزارت لپاره ځانګړې شوې بودیجه ډیر زیاته ناکافي بللې او د همدې امله يي له دندې استعفا ورکړه.