په پاکستان کې د ټرافیکي پيښې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
په کراچۍ کې په ټرافیکي پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
په پاکستان کې د ټرافیکي پيښې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
په پاکستان کې د یو بس او لارۍ د جنګیدو په پایله کې لږ تر لږه ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پاکستان د امنیتي سرچینو د خبر له مخې دا پیښه د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند د لسبیله ښار د حب په سیمه کې رامنځته شوې ده . ویل کیږي بس موټر چې د کراچۍ نه د بلوچستان ایالت د پنجګور د ښار پر لورې روان وو او ۴۰ تنه مساپر پکې سپاره ول په لاره کې د تیلو نه بار لارۍ سره چې د مقابل لورې نه راروانه وه وجنګید.
پدې پيښه کې ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۶ تنه نور ټپیان شول.
د ټپیانو نه د پنځو تنو روغتیايي حالت باریکه ښودل شوی دی.
د پیښې ټپیان د کراچۍ ښار روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د ویلو ده چې د تیر کال د اګست په میاشت کې هم د یو بس او ټانکر د ټکر په پایله کې ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.