ایران دا ځل د طالبانو نه د ښکاره ملاتړ کولو اړوند څرګندونې وکړې.
ایران : د طالبانو سره همکارۍ ته مجبور یو
د ایران د ملي امنیت او بهرنیو سیاستونو د کمیسیون رئیس حشمت الله فلاحت پیشه وویل چې ایران مجبور دی چې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په خاطر د طالبانو سره همکاري وکړي.
هغه وویل چې داعش ترهګرې ډلې غړي په افغانستان کې پخپله د امریکا لخوا روزل کیږي. هغه وویل سره ددې چې ایران د طالبانو سره ترخې خاطرې لري او اوس هم هر څه ګوري خو په افغانستان کې د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر مجبور دی چې د طالبانو سره همکاري وکړي.
هغه وویل چې داعش ترهګره ډله د هرې ورځې په تیریدو سره په افغانستان کې لا قوي کیږي . مونږ مجبور یو چې د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر د طالبانو سره همکاري وکړو. ایران د همدې امله د طالبانو سره مذاکرات پر مخ وړي.
هغه وویل چې ایران پخوا د طالبانو سره جدي ستونزې درلودې او ترینه ترخې خاطرې لري خو د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر د طالبانو سره همکارۍ ته مجبور یو. د ویلو ده چې دا لومړنی جګپوړی ایراني چارواکی دی چې په ښکاره توګه د طالبانو سره د همکارۍ نه یادونه کوي.
یو څه موده مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې طالبانو ته باید د افغانستان په راتلوونکې کې رول ورکړل شي.
افغانستان د ایران د بهرنیو چارو د وزیر پر خلاف ډیر سخت غبرګون ښودلی وو.