جواد ظریف مایک پمپیو څرګندونو ته ځواب ورکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته ځواب ووایه.
هغه وویل چې ایران به هیڅکله هم د امریکا د خوښې په یو نورمال هیواد بدل نشي، واشنګټن اداره دا باید ومني چې تهران يي ډیر پخوا د لاسه ورکړی دی.
جواد ظریف دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د هغه څرګندونو په ځواب کې کړي دي چې ویلي وو د ایران نه د امریکا یواځنۍ غوښتنه د یو نورمال هیواد په توګه پاتې کیدل دي.
جواد ظریف د مایک پمپیو د څرګندونو په ځواب کې ویلي دي « هر کله چې د امریکا لاس او مداخله چیرې رسیدلي وي هلته د بربادۍ، ناڅرګندۍ، شدت او نفرت نه بل څه نه رامنځته کیږي.
هغه ویلي دي چې ایران به هیڅکله هم د امریکا غوښتنې ونه مني . د ایران لخوا د امریکا د غوښتنو منل داسې ناممکنه دي لکه جهنم چې یخ ونیسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې څه غواړي هغه یا شاهي نظام دی او یا هم د قصاب او خونخوره دولتي نظام دی. د همدې امله وایو چې امریکا دا غوښتنې به هیڅکله هم پوره نشي. امریکا ایران د لاسه ورکړی دی. امریکا دا خبره باید ومني.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو منځني ختيځ هیوادونو ته د خپل سفر په لومړي تم ځای اردن کې د ایران په اړه ویلي وو چې امریکا د ایران نه د یو نورمال دولت غوښتنه کوي.
هغه ویلي وو چې په ایران به موجود فشارونه دوه برابره کړي. دا فشارونه به د ډیپلوماتیکو برخو نه سربیره په اقتصادي برخو کې هم دوه برابره شي.