روحاني : د ایران د اوبو ستونزه د حل لارې لري
د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې د هیواد د اوبو د ستونزې د حل په خاطر باید د خزر د سمندر او بصرې خلیج نه اوبه ایران ته انتقال کړو.
د ایران د رسمي خبري ایرنا د خبر له مخې د ایران ولسمشر حسن روحاني د وزیرانو شورا په غونډه کې د ایران د اوبو د ستونزې د حل په اړه خبرې وکړې.
روحاني ویلي دي چې هیواد يی په یوه وچه جغرافیه کې موقعیت لري. ایران په اصل کې د اوبو د ستونزې سره نه بلکې د پلان جوړولو د ستونزې سره مخامخ ده. هغه وویل د ایران سویل او شمال لوري ته په کافي اندازه اوبه شتون لري. څنګه د بصرې خلیج سویل لوري ته پراته هیوادونه ددې اوبو نه استفاده کوي او مونږ يي نشو کولی.
هغه وویل چې مونږ کولای شو چې د بصرې خلیج نه د هیواد یو زیات شمیر برخو ته اوبه انتقال کړو. همداشان نورو هیوادونه د خزر د سمندر د اوبو نه استفاده کوي او مونږ ورته یواځې ننداره کوو.
روحاني وویل چې د خزر د سمندر په څنډو کې پراته ځیني هیوادونه د سمندر اوبه تصفیه کوي او استفادې وړ يی ګرځوي. ایران هم په همدې شان کولی شي چې د هیواد د شمالي برخو د اوبو ستونزې حل کړي.
هغه وویل چې مونږ باید پدې برخه کې پانګه اچونې راجذب کړو. د سمندر تروې اوبه باید تصفیه او وروسته هیواد مرکزي سیمو ته انتقال کړی شي.
د ویلو ده چې په ایران کې د وچکالۍ او د اوبو نه د ناوړه استفادې له امله د کلونو راهیسې یو زیات شمیر سیمې د اوبو د جدي ستونزې سره لاس او ګریوان دي.
په ایران کې وچکالۍ کرنیز سکتور د جدي ستونزو سره مخامخ کړی او ډیری کلیوال او بزګران د وچکالۍ له امله ښارونه ته کډه شوي دي.
د ویلو ده چې په ایران کې څو موده مخکې د پارلمان ۱۸ تنو وکیلانو د اوبو د ستونزې په اړه په غبرګون کې له خپلو دندو په ټولیزه توګه استعفا وکړه.