د ایران په پارلمان کې ګن شمیر وکیلانو په ټولنیزه توګه استعفا وکړه
د ایران د پارلمان ۱۸ تنو وکیلانو استعفا وکړه
د ایران د پارلمان ۱۸ تنو وکیلانو د راتلوونکي کال د بودیجې نه د اصفهان د ولایت د اوبو اړوند د پروژو د ویستو په غبرګون کې په ټولیزه توګه استعفا وکړه.
د ایران د نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم په پارلمان کې د فریدون شهر د سیمې د وکیل اکبر ترکي له قوله ویلي دي چې مستعفي وکیلان ټول د اصفهان استازي دي.
ترکي ویلي دي چې نوموړو ۱۸ تنو وکیلانو د راتلوونکي کال د بودیجې د طرحې نه د اصفهان د ولایت اړوند د اوبو د پروژو د ویستو په غبرګون کې خپله استعفا وړاندې کړې ده .
هغه ویلي دي چې وکیلانو په ټولنیزه توګه استعفا لیک د پارلمان د ریاست مقام ته وړاندې کړی دی.
د بله پلوه د ایران په پارلمان کې د اصفهان د خلکو استازي ناصر موسوي لارګاني د ایسنا خبري اژانس ته ویلي دي چې ولسمشر حسن روحاني د اصفهان د اوبو د ستونزو د حل په خاطر د اصفهان د خلکو سره په کړو ژمنه عمل ندی کړی.
هغه ویلي دي چې حکومت د زاینده د نهر د وچیدو د مخنیوي په خاطر هیڅډول تدابیر ونه نیول. ددې ستونزې د حل په خاطر يي مناسب حل لاره نده موندلې. سره ددې د اصفهان د اوبو د ستونزې د حل په خاطر پلان شوې پروژې هم د بودیجې د طرحې نه وویستلې.
د ویلو ده چې د ایران تاریخي او توریستیک ښار اصفهان چې ډیری پکې کروندګر او بزګران اوسیږي د اوبو د سرچینو نه د غلطې استفادې له امله د وچکالۍ د ستونزې سره لاس او ګریوان دی. پدې ښار کې د وچکالۍ د ستونزې له امله کروندګر او بزګرانو په کراتو مظاهرې کړي دي.