ایران:د سعودي لخوا د ایراني چارو په خاطر د جوړ شوي پلان نه خبرداری یو

د ایران  د بهرنیو چارو وزیر  جواد ظریف ویلي دي چې  د سعودي عربستان لخوا د ایراني چارواکیو د ترور کولو  د پلان  نه  خبردار  دي.

1086949
ایران:د سعودي لخوا د ایراني چارو په خاطر د جوړ شوي پلان نه خبرداری یو

ظریف دا څرګندونې  د العربي الجدید ورځپاڼې سره  په ځانګړې مرکه کې کړي دي.

هغه  پدې مرکه کې  د ایران د سیاستونو، ګاونډیو سره د اړیکو  او امریکا د تحریمونو د اغیزو  په اړه معلومات ورکړي دي.

جواد ظریف  په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې خپور شوي د سعودي عربستان لخوا د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو اړوند د قدس د ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني په ګډون  د ځینو  ایراني چارواکیو د ترور لپاره د جوړ کړي پلان  اړوند پوښتنه هم  ځواب کړه.

هغه وویل چې پدې اړه  ډیر  قوي  او د ډاډ وړ معلومات  په لاس کې لرو. هغه زیاته کړه چې  سعودي عربستان پدې وروستیو کلونو کې په ایران کې د فعالیت کوونکو ترهګرو سازمانونو په ملاتړ لاس پورې کړی دی.

ریاض  پخپله  اعلان کړی دی چې غواړي  جګړه  د ایران د خاورې دننې ته انتقال کړي. ددېنه وروسته  داعش ترهګرې ډلې  د ایران په پارلمان  او وروسته بیا  په پوځي رسم ګذشت  مراسمو  بریدونه وشول.

هغه وویل چې دا کومه نوې خبره نده سعودي پخوا هم  د ایران پر وړاندې ورته ګامونه اوچت کړي دي . پدې اړه ایران کافي استخبارات او معلومات په اختیار کې لري.

هغه وویل چې  سعودي عربستان غواړي چې د ترهګرو ډلو نه د ملاتړ سره  پر ایران فشارونه ډیر کړي. تر ننه پورې پدې اړه ځینې ګامونه اوچت شوي دي خو هیله لرو چې ریاض  ددې ډول کړونو نه لاس په سر شي.

جواد ظریف وویل چې تاسې وګورۍ  سعودي عربستان پر یمن  هوايي بریدونو  او په قطر لګولې محاصرې ته دوام  ورکوي. همداشان د لبنان لومړی وزیر حریري  د یو څه موده لپاره  نظر بند کړی وو.

همداشان  سعودي عربستان  نامتو ژورنالست  جمال قاشقي په قتل ورسو. ترکیه د نوموړي جنایت د روښانه کولو په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅې کوي.

د ویلو ده چې  سعودي عربستان منتقد ژورنالست د اکتوبر په دویمه نیټه  په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتو نه وروسته تري تم .

وروسته سعودي عربستان د قاشقچي په وژل کیدو اعتراف وکړ  خو د نوموړي مړی  تر اوسه پورې موندل شوی ندی.



اړوند خبرونه