د پاکستان لومړي وزیر په هندوستان د مذاکراتو غږ وکړ
پاکستان د هندوستان سره د سولې د مذاکراتو غوښتنه کړې
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هندوستان پر لومړي وزیر نریندرا مودي د دواړو هیوادونو ترمنځه له سره د سولې او مذاکراتو د بهیر د پیلولو غږ وکړ.
د پاکستان لومړي وزیر د هندوستان لومړي وزیر ته په استولي یو لیک کې د هغه نه د دواړو هیوادونو ترمنځه د موجودو د ستونزو د حل په خاطر له سره د مذاکراتو د پيلولو غوښتنه کړې ده .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دا لیک د هندوستان د لومړي وزیر لخوا هغه ته د مبارکۍ په خاطر د راستولي لیک په ځواب کې لیکلي او لیږلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د هندوستان د ځواب په تمه یو. هندوستان تر اوسه پورې د لومړي وزیر عمران خان لیک ته ځواب ندی رالیږلی .
په بیان کې راغلي دي چې د پاکستان لومړي وزیر په استولي لیک کې د خپل هندي سیال نه د کشمیر په ګډون په ټولو ستونزو د خبرو او مذاکراتو غوښتنه کړې ده .
همداشان عمران خان په لیک کې د ملګروملتونو د عمومي اجلاس په ګډون چې په نږدې راتلوونکې کې په نیویارک کې جوړیږي د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیراتو د لیدنې هم غوښتنه کړې ده .
د ویلو ده چې عمران خان ددینه مخکې هم د هندوستان سره د سولې د مذاکراتو غوښتنه کړې وه او ویلي وو چې تیار دی چې د ملګروملتونو د عمومي اجلاس په چوکاټ کې د هندوستان د لومړي وزیر سره مخامخ لیدنه وکړي.