د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د خوشې کیدو حکم وشو
د پاکستان سترې محکمې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ، لور يي مریم نواز او زوم يي صفدر د خوشې کولو حکم وکړ.
د پاکستان سترې محکمې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ، لور يي مریم نواز او زوم يي صفدر د خوشې کولو حکم وکړ.
د پاکستان د خبري رسنیو د خبر له مخې د پاکستان د سترې محکمې مشر د پخواني لومړي وزیر نواز شریف، د هغه لور مریم نواز او زوم يي صفدر د خوشې کولو حکم وکړ.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ورور خواجه اصف نواز وویل چې د نواز شریف په اړه عدالت اوس په حقیقي توګه تامین شو. هغه وویل چې د الله تبارک و تعالی ډیر زیات شکر ادا کوي . هغه وویل چې دوی د پاکستان په محاکمو پوره باور درلود چې دادی نن عدالت پر ځای شو.
د بله پلوه د پاکستان د مسلم لیګ نواز د ګوند یو تن مشر احسن اقبال بیا وویل چې د پاکستان په میلیونونو تنو د نواز شریف د خوشې کیدو په خاطر دعا کوله. ددوې دعاګانې قبولې شوې او زه ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
د ویلو ده چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د درغلیو، رشوت، د خپل صلاحیت نه د ناوړه ګټه پورته کولو او یو زیات شمیر نورو تورونو باندې تورن شوی وو.
نواز شریف د محکمې لخوا په لس کاله بند محکوم شوی وو. همداشان د نواز شریف ترڅنګ د هغه لور مریم نواز او زوم يی صفدر هم په درغلیو تورن وو.
د نواز شریف لور په ۷ کالو بند محکومه شوې وه.
د پاکستان سترې محکمې د نواز شریف او د هغه د لور او زوم په اړه د محکمې پریکړه ماته کړه او د هغه د خوشې کولو حکم يي وکړ.