د ایران سویل ختیځې سیمې یو ځل بیا زورورې زلزلې ولړزولې.
د ایران په زاهدان کې زلزله رامنځته شوې
1044931
د ایران سویل ختیځې سیمې یو ځل بیا زورورې زلزلې ولړزولې.
د ایران په سویل ختیځ کې د زاهدان په سیمه کې د ریشتر په کچه د پنځه عشاریه پنځو په لویوالي سره زلزله رامنځته شوه.
د امریکا د جیولوجیکو څیړونو مرکز ویلي دي چې زلزله د ایران په سویل ختیځ کې د زهدان په سیمه کې د مځکې لاندې په ۲۶ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .
د یادولو وړ ده چې تیر کال هم په همدې سیمه کې د ۷ عشاریه ۳ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوې وه چې په پایله کې لږ تر لږه ۵۵۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
په ننۍ زلزله د خساراتو او مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.