پاکستان نن خپل ۱۳ م ولسمشر ټاکي.
په پاکستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې پيل شوې
په پاکستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې پيل شوې. د پاکستان په ولسي او مشرانو جرګو نه سربیره د څلورو ایالتونو په پارلمانونو کې د ولسمشر د ټاکلو په خاطر د رای اچونې لړۍ پیل شوه.
د پاکستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د رای اچونې لړۍ په ځايي وخت د سهار په لسو بجو پیل او د مازیګر تر ۴ بجو به دوام وکړي.
د یادولو وړ ده چې د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین دنده د سپټمبر په ۹ مه نیټه سرته رسیږي.
د ویلو ده چې د ولسمشرۍ لپاره درو تنو ځانونه نوماند کړي دي. د پاکستان د واکمن ګوند تحریک انصاف لخوا د یاد شوي ګوند د بڼسټګرو نه عارف علوی ، د پاکستان خلکو ګوند لخوا اعتزاز احسن او نورو پنځو ګوندونو لخوا د جوړ شوي اتفاق لخوا مولانا فضل الرحمان نوماند ښودل شوی دی.
د پاکستان د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره دوه شرطونه شتون لري چې لومړی نوماند عمر باید د ۴۵ کلونو نه ښکته نوي او بل مسلمان وي.
په پاکستان کې ولسمشر د خلکو لخوا نه بلکې د فدرال او ایالتي پارلمانونو لخوا د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي.
تمه کیږي چې د پاکستان نوی ولسمشر د سپټمبر په لسمه نيټه د لوړې په کولو سره خپله دنده په رسمي توګه پیل کړي.