عمران خان د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
د ویلو ده چې د پاکستان پارلمان نن د نوي لومړي وزیر د ټاکلو په خاطر ټاکنې وکړې. پدې ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د مسلم لیګ نواز شریف د ګوند مشر شهباز شریف ځانونه د لومړۍ وزیرۍ لپاره نوماند کړي وو.
په ټاکنو کې د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان د ۳۴۲ رایو نه د ۱۷۶ رایو په ترلاسه کولو سره د پاکستان د ۲۲م لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
همداشان پدې ټاکنو کې د مسلم لیګ نواز د ګوند مشر شهباز شریف ۹۶ رایې ترلاسه کړې.
د تحریک انصاف د ګوند د مشر نه پدې ټاکنو کې خپلواکو نوماندانو او ځینو اسلامي ډلو ملاتړ وکړ.
د ویلو ده چې د پاکستان نوی لومړی وزیر عمران خان به د ولسمشر ممنون حسین په حضور کې لوړه وکړي او د نوي حکومت د جوړولو دنده به ترلاسه کړي.
د پاکستان نوي لومړي وزیر عمران خان د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې د خپلې واکمنۍ په دوره کې به ټول هغه کسان چې دا هیواد يي پوروړی کړی دی پرنږدي او ټول به ونیسي.
هغه وویل چې زه له دې ځایه د خپل هیواد د خلکو سره ژمنه کوم چې په هیواد کې به جدي اصلاحات رامنځته کړي. ځکه چې هیوادوال ددې اصلاحاتو ډیر تګي دي.
هغه وویل چې د ټولو هغه کسانو سره چې دا هیواد يي لټولی دی د یو یو سره به حساب وکړي.
هغه وویل چې نن ورځ چې واکمنۍ ته رسیدلی دی د پوځ په مرسته ندی رسیدلی بلکې د ۲۲ کلنو هلو ځلو ثمره ده.