ایران په تهران کې د پاکستان لوی سفیر اصف علي خان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
د پاکستان د خاورې نه پر ایراني پوله ساتو خونړی برید وشو
ایران په تهران کې د پاکستان لوی سفیر اصف علي خان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا ویلي دي چې په تهران کې د پاکستان لوی سفیر د نوموړي هیواد د خاورې نه پر ایراني پوله ساتو ځواکونو د خونړي برید په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزارت ته رابلل شوی وو.
د ویلو ده چې تیره ورځ د پاکستان او ایران په پوله کې د پاکستان د خاورې نه پر ایراني پوله ساتو ځواکونو خونړی برید وشو چې په ترڅ کې درې تنه سرتیري مړه او ۸ تنه نور ټپيان شول.
ایراني چارواکیو ویلي دي چې برید د پاکستان او ایران په پوله کې د ایران د سیستان بلوچستان ایالت اړوند د میرجاوه په سیمه کې شوی دی.
د بله پلوه د ایران د سیستان بلوچستان د ایالت د والي مرستیال محمد هادي ماراشي خبري رسنیو ته ویلي دي چې هر څه ژر به پاکستان ته یو امنیتي هیت واستول شي تر څو ددې هیواد سره د پولو پر امنیت خبري وکړي.
د یادولو وړ ده چې نږدې لس ورځې مخکې هم د پاکستان سره په پوله کې د ایران د زابل په سیمه کې په پوله ساتو ځواکونو برید شوی وو چې له امله يي ۲ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو.