د پاكستان – هندوستان ترمېنځ اوربند
د دواړو هېوادونو نظامي چارواكو په ۲۰۰۳م كال كې د لاسليك شوي هوكړه ليك د عملي كولو پرېكړه وكړه.
982569
د پاكستان د اوردو لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د كشمير د كنترول پر ليكه د دواړو هېوادونو د نظامي عملياتو قوماندانانو سره ليدنه وكړه.
د دواړو خواو قوماندانانو په كشمير كې د اوسني حالت د ښه كولو او د سولې او ثبات د ټينګښت په موخه سره سلا مشورې كړې دي. د اعلاميې له مخې دواړو خواوې پدې سلا شوي دي چې د اوربند هغه تړون چې په ۲۰۰۳م كال كې لاسليك شوى دى، عملي كړي.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت څرګنده كړه چې د ۲۰۱۸م كال د جنورۍ د مياشتې د لومړنۍ نېټې راهيسې هندوستان تر ۱۰۰ زيات اوربند مات كړى دى چې په پايله كې تر ۲۰ تنو زيات پاكستاني ملكيان وژل شوي دي.