ایران : په لوړه کچه د یورانیمو غني کولو ته پوره تیاری لرو

ایران : په لوړه کچه د یورانیمو تولید ته پوره چمتوالی لرو

976918
ایران : په لوړه کچه د یورانیمو غني کولو ته پوره تیاری لرو

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې ریس  علي اکبر صالحي ویلي دي چې هیواد يي په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو په خاطر  هر ډول تیاري ګانې سرته رسولي دي.

د ایران د نیمه رسمي خبري اژانس  مهر  د خبر له مخې د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان  مشر علي اکبر صالحي  دا څرګندونې د پارلمان  د تکنالوژۍ، پوهنۍ او تحقیقاتو کمیسیون د غړیو د پوښتنو په ځواب کې وکړې.

صالحي  د پارلمان د وکیلانو د پوښتنو د ځوابولو نه وروسته  خبریالانو ته وویل چې  د پنځه جمع یو د ډلې سره د تړون نه مخکې  اټومي پروګرام ته  د ستنیدو لپاره  هر ډول  تیاري لري.

هغه وویل چې  په ۲۰۱۵ کال کې  د آټومي  پروګرام په اړه د لاسلیک شوي   تړون په چوکاټ کې  د تجاري موخو لپاره اټومي فعالیتونو ته  د هر ډول ستونزو پرته  دوام  ورکولو.

هغه زیاته کړه « هو که چیرې نن ورځ  اړتیا پیدا شي چې د تړون نه مخکې دورې ته د ستنیدو او یا وغواړو  چې  په لوړه کچه یورانیم  پاخه کړو  پدې برخه کې پوره چمتوالی  لرو. هیله لرم چې  په لوړه کچه د یورانیمو غني کولو ته  هیڅوخت اړتیا پیدا نکړو. »

د یادولو  وړ ده چې  د امریکا په مشرۍ د ملګروملتونو سازمان د امنیت د شورا پنځو دایمي غړیو  او جرمني  په ۲۰۱۵ کال کې  د ایران سره  اټومي پروګرام په اړه تړون لاسلیک کړ. ددې تړون له مخې  ایران په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو چارې ودرولې  او غني شوي یورانیم يي هم  د هیواد نه بهر واستول.

همداشان د تړون له مخې  امریکا او اروپايي هیوادونو چې د اټومي فعالیتونو په له امله پر ایران  سخت اقتصادي بندیزونه لګولي وو  ډیری سپک کړل.

همداشان  په  امریکا  کې دونالد ټرمپ د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو د راپدیخوا  د ایران سره د لاسلیک کړي تړون سره  سخت مخالفت ښکاره کړ  او په هر فرصت کې به يي ویل چې دا تړون  د امریکا په تاریخ کې لاسلیک شوی  تر ټولو  خراب تړون دی.

ترمپ  بالاخره  د روان میلادي کال  د مې د میاشتې په اتمه نیټه  د ایران سره د لاسلیک کړي تړون نه  بهر شو او په تهران يي  د ډیرو سختو اقتصادي بندیزونو لګولو ګواښ وکړ.

تهران  بیا  د نوموړي تړون  د دوام  په خاطر  د پنځو نورو هیوادونو نه  د واشنګټن لخوا پر دوی د لګیدونکو بندیزونو  د مخنیوي  غوښتنه کوي.

د بله پلوه  د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو  تیره ورځ  د ایران په قبال کې د امریکا نوې ستراتیژي  او کړنلاره  اعلان کړه. هغه  د ایران نه  د امریکا غوښتنه په یو ۱۲ ماده ایز لست کې  وړاندې کړې.

پومپیو ګواښ وکړ که چیرې  ایران ددوې شرطونو ته  غاړه کینږدي  داسې مالي فشارونه به پرې وارد کړي چې  تر اوسه په نړۍ کې ساری لیدل شوی نوي. د نړۍ په تاریخ کې  تر ټولو  سخت اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي.

پومپیو وویل چې غواړي  د ایران سره  د اټومي پروګرام په اړه  نوی تړون لاسلیک کړي. د نوي تړون د شرطونو نه یو هم  ایران د هر ژر باید خپل د موجودو او پخوانیو اټومي فعالیتونو په اړه  د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان ته  معلومات ورکړي. په هیواد کې د  یورانیمو د غني کولو ټولو چارې باید ودروي.    



اړوند خبرونه