د خپل ماين ښكار شو!
د پاكستان په سوېل لوېديځ كې د قلعه سيف الله په سيمه كې په يو كور كې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي.
931605
د پاكستان په سوېل لوېديځ كې د قلعه سيف الله په سيمه كې په يو كور كې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي.
د بلوچستان د ايالت د قلعه سيف الله د ښار د پوليسو مشر محمد يوسف څرګنده كړه چې دا چاودنه د حبيب الله خان په كور كې چې د طالبانو نه په ملاتړ يې شهرت درلود، رامنځته شوې ده. دا چاودنه په كور كې دننه په يو موټر كې د چاودېدونكو موادو د ځاى پر ځاى كولو پر مهال رامنځته شوې ده.
په پېښه كې د يوې كورنۍ ۷ تنه مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون په كې ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي. د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت ترينګلى دى.
د پېښې په اړه څېړنې پيل شوي دي.