د پاکستان  د لاهور ښار د رایي ونډ  په سیمه کې  د پولیسو په مرکز  ځانمرګی برید وشو.

په لاهور کې د پولیسو په مرکز ځانمرګی برید شوی

929915
د پاکستان  د لاهور ښار د رایي ونډ  په سیمه کې  د پولیسو په مرکز  ځانمرګی برید وشو.

 د پاکستان  د لاهور ښار د رایي ونډ  په سیمه کې  د پولیسو په مرکز  ځانمرګی برید وشو.

د پاکستان د پنجاب ایالت  د لاهور په ښار کې د رایې ونډ په سیمه کې د پولیسو په مرکز  ځانمرګی برید وشو.

د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  ځانمرګي برید کوونکي په رایي ونډ کې د تبلیغیانو د عمومي اجتماع د مرکز  په مخکې  د پولیسو په کمپ  برید وکړ.

په پیښه کې د ۵ تنو پولیسو په ګډون  ۹ تنه مړه او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې پدې پیښه کې  د پولیسو  دوه تنه مشران هم  ټپيان شوي دي.

د پیښې ټپيان سمدلاسه  نږدې  روغتونونو ته انتقال  او درملنې لاندې نیول شوي دي.

د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  ځانمرګی برید  د پولیسو د پیرې د بدلون  پر مهال  رامنځته شو.

د سیمې د پولیسو  مشر  حیدر اشرف  ویلي دي چې ددې برید اصلي هدف  پولیس ول ځکه چې  برید  د پولیسو د پیرې  د بدلون پر مهال  رامنځته شوی دی . هغه ویلي دي چې  پولیسو  د خپلو وینو  په بدل کې  د سترې فاجعې مخه نیولې ده . پولیسو  ترهګر د اجتماع  مرکز ته ننوتو ته  اجازه نده ورکړې.

هغه ویلي دي چې په سیمه کې  د تحقیقاتو په ترڅ کې د ځانمرګي برید کوونکي د وجود ځینې ټوټې  موندل شوي دي.

هغه ویلي دي داسې ګومان کیږي چې ځانمرګی برید کوونکی  له مخې نه سیمه کې ځان په ځای په ځای کړی وو او د فرصت په موندولو سره يي برید کړی دی. د هغه په وینا پدې پيښه کې  د ۵ تنو پولیسو په ګډون ۹ تنه مړه او د ۱۱ تنو پولیسو په ګډون ۱۹ تنه ټپیان شوي دي.

پیښه  تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوې ده .



اړوند خبرونه