د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې پر پولیسو خونړی برید وشو.
په کوټه کې پر پولیسو وسله وال برید وشو
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې پر پولیسو خونړی برید وشو.
د کوټې ښار نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نامعلولو وسله والو کسانو د شالکوټ په سیمه کې د پولیسو په موټر ډزې وکړې.
په پیښه کې یو تن پولیس مړ او بل تن ټپي شوی دی .
ټپي پولیس د درملنې په خاطر روغتون ته انتقال شوی دی. ویل کیږي د ټپي پولیس حالت ښه ندی.
د پیښې نه سمدلاسه وروسته پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته راورسیدل او سیمه يي محاصره کړه.
پولیسو د برید کوونکي یا برید کوونکو د نیولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پیل کړل.
د یادولو وړ ده چې په بلوچستان ایالت کې وخت نا وخته پر پولیسو او امنیتي ځواکونو دیته ورته بریدونه کیږي.
تیره اوونۍ هم په یاد شوي ښار کې د پولیسو د مشر حمیدالله دستي پر موټرو برید شوی وو چې له امله يي دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی وو. پدې برید کې د پولیسو مشر ته ځاني زیان نه وو اوښتی.