په کوټه کې د پولیسو د مشر د موټرو پر کتار خونړی برید وشو
په کوټه کې پر پولیسو خونړی برید وشو
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د پولیسو د یو مشر د موټرو په کتار خونړی برید وشو.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د پولیسو مشر د برید نه
روغ رمټ وتلی خو دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د پولیسو د مشر حمید الله دستي پر موټرو د نامعلومو وسله والو لخوا برید وشو.
په پیښه کې د پولیسو مشر ته ځاني زیان ندی رسیدلی خو د هغه دوه تنه ساتوونکي پولیس وژل شوي دي.
د پیښې نه وروسته سمدلاسه امنیتي او روغتیايي ډلې سیمې ته راورسیدې.
پولیسو سیمه محاصره او د برید کوونکو د نیولو په خاطر يي پراخه پلټنې پیل کړي دي.
د ویلو ده چې د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې وخت نا وخته پر امنیتی ځواکونو دیته ورته خونړي بریدونه کیږي.
دوه اوونۍ مخکې هم د کوټې د سریاب روډ په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو خونړی برید وشو چې په ترڅ کې ۴ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.