په ایران کې د طریقت جعلي شیخ په دار وځوړول شو
ایران د طریقت جعلي شیخ اعدام کړ
په ایران کې یو تن چې ځان يي د طریقت د شیخ په توګه معرفي کړی وو او د خلکو نه به يي پدې بهانه پیسې اخیستی د نیول کیدو نه وروسته په دار وځوړول شو.
په ایران کې یو تن جعلي د طریقت شیخ اعدام کړی شو.
د ایران امنیتي ځواکونو یو تن چې ځان يي د طریقت د شیخ په توګه خلکو ته معرفي کړی وو او په درواغ سره به يي روحي ناروغان تداوي کول ونیول شو.
ویل کیږي نوموړي کس چې ځان د طریقت د شیخ په توګه معرفي کړی وو او د سحر او جادو له لارې د روحي ناروغان د درملنې ادعا کوله په ډیرو زیاتو ښځو جنسي تیری کړی او یا يي ځورولي دي.
د طریقت جعلي شیخ د امنیتي ځواکونو لخوا د نیول کیدو نه وروسته قضايي ارګانونو ته وسپارل شو.
په ایران کې د انقلاب ساتونکو محکمې نوموړی د جعل کارۍ، د خلکو د اسلامي احساساتو نه ناوړه ګټه پورته کولو، د خلکو د استثمارولو، د خلکو نه په ناحقه توګه د پيسو د اخیستو او په ښځو د جنسي تیري او ځورونې په تور په اعدام محکوم کړ.
ویل کیږي جعلي شیخ د محکمې د حکم سره سم په دار وځوړول شو.