هندي سرتیرو په پاکستاني ځواکونو خونړی برید وکړ.
هندي ځواکونو د پاکستان تر کنټرول لاندې په سیمې خونړی برید وکړ
888398
هندي سرتیرو په پاکستاني ځواکونو خونړی برید وکړ.
د هند او پاکستان په پوله کې په کشمیر کې د کنټرول په کرښه کې د هندي ځواکونو د برید له امله ۴ تنه پاکستاني سرتیرو ژوند دلاسه ورکړ.
د پاکستان پوځ ویلي دي چې هندي ځواکونو یو ځل بیا د اوربند نه د سرغړونې سره ددوې په پوستو برید وکړ چې په پایله کې ۴ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
پاکستان پوځ ویلي دي چې د هندي ځواکونو د برید نه سمدلاسه وروسته ددوې ځواکونو ځوابي بریدونه کړي چې په پایله کې ۳ تنه هندي سرتیري وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر ویلي دي چې هندي ځواکونو پداسې حال کې ددوې پر سرتیرو برید کړی دی چې مواصلاتي لارې په جوړولو مصروف ول.