په ایران کې د مظاهرو لمن ۲۹ ولایتونو ته وغځیده
په ایران کې د مظاهرو په پایله کې د وژل شوو کسانو شمیره ۱۸ تنو ته لوړه شوه
په ایران کې د تیرې پنجشنبې پر ورځ پیل شوې مظاهرې د هر ساعت او ورځ په تیریدو سره لا پراخیږي. په ایران کې د مظاهرو لمن ۲۹ ولایتونو ته غځیدلې ده.
د ایران ولسمشر حسن روحاني تیره ورځ په مظاهره کوونکو سخته نیوکه وکړه او ددوې نه د اقلیت په توګه یادونه وکړه. هغه وویل چې دې اقلیت ته به ځواب پخپله د ایران خلک ورکړي. د روحاني د تیرې ورځې د څرګندونو نه وروسته مظاهرې لا قوې شوې. د ویلو ده چې په ایران کې د مظاهرو په ترڅ کې ځاني زیانونو کچه هم مخ په لوړیدو ده.
په ایران کې د روانو مظاهرو په ترڅ کې د وژل شوو کسانو شمیره ۱۸ تنو ته لوړه شوه.
د ویلو ده چې لومړی د ایران د مشهد په ښار کې خلکو د ډیرې زیاتې قیمتۍ او اقتصادي ستونزو د زیاتیدو له امله مظاهره پیل کړه. دا مظاهره په تلو تلو کې د چا خبره د هیواد ګوټ ګوټ ته وغځیده.
تیره ورځ د نجف آباد په ښار کې مظاهره کوونکو پر پولیسو ډزې وکړې چې په پایله کې یو تن پولیس مړ او ۳ تنه نور ټپیان شول.
د ایران دولتي تلویزیون ویلي دي چې د درود په ښار کې مظاهره کوونکو چې د اور وژنې یو موټر غلا کړی وو دوه تنه ترینه لاندې کړي . پدې پیښه کې ۲ تنه مړه او ګن شمیر کسان نور ټپيان شوي دي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني دوه ورځې مخکې د کابینې په غونډه کې ویلي وو چې مظاهرې او د نظربیان د هر چا مسلم حق دی خو روحانی تیره ورځ بیا په مظاهره کوونکو سختې نیوکې وکړې. هغه وویل چې مظاهرې او د نظر بیان د هر وګړي مسلم حق دی خو په شرط ددې چې عام المنفعه اموالو ته ضرر ونه رسوي او شدت او تاریخوالي ته مخه ونکړي.
د بله پلوه د ایران دیني مشر تیره ورځ په هیوادوالو غږ وکړ چې د مظاهره کوونکو مخه باید پخپله هیوادوال ونیسي. مخکې ددینه چې پولیس او امنیتي ځواکونه د هغوې پر وړاندې اقدام وکړي ملکي وګړي باید ددوې مخه ونیسي.
همداشان حسن روحاني بیا په مظاهره کوونکو د سختو نیوکو سره وویل « په دولت نیوکې ، مظاهرې او د نظر بیان تهدید نه بلکې فرصت دی. زه پوره باور لرم چې د ایران خلک به لوټمارانو، د قانون ماتوونکو او فرصت طلبو ته تر ټولو سخت ځواب ورکړي. زمونږ ملت به د هغه اقلیت سره چې د خپل ملت، قانون او سپڅلي انقلاب پر خلاف شعارونه ورکوي تر ټولو ښه ځواب ورکړي.
د ایران امنیتي ځواکونو تر اوسه پورې تر ۴۰۰ تنو ډیر کسان نیولي دي.