د پاکستان  د پنجاب په ایالت کې  خونړۍ ټرافیکي پیښې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

په ملتان کې ټرافیکي پيښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

872610
د پاکستان  د پنجاب په ایالت کې  خونړۍ ټرافیکي پیښې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د پاکستان  د پنجاب په ایالت کې  خونړۍ ټرافیکي پیښې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د پنجاب ایالت د ملتان  ښار  د خانه وال په سیمه کې  د مساپروړونکي  بس  موټر د چپه کیدو له امله  لږ تر لږه  ۱۱ تنه مړه  او تر شلو  تنو ډیر  سخت ټپیان شوي دي.

د سیمې نه  د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  یاد شوی  بس  چې د راجن پور نه  د لاهور پر لورې روان وو د ملتان ښار  د خانه وال په سیمه کې  د ډیر سخت غبار له امله  چپه شو.

د پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته د ژغورنې او روغتیايی ډلې  سیمې ته راورسیدې.

د پیښې ټپیان  د ملتان ښار د نیشتار روغتون ته انتقال شول. ویل کیږي د ټپیانو نه هم  د ځینې روغتیايي حالت  ښه ندی.

پدې پیښه کې  ۱۱ تنو ژوند  د لاسه ورکړ.

پولیسو او عینې شاهدانو د پيښې لامل  ډیر سخت غبار  ښودلی دی.



اړوند خبرونه