د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې د طالبانو د یو مشر په کور هوايي برید وشو.
په کرمې ایجنسۍ د بې پيلوټه الوتکو لخوا برید وشو
د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې د طالبانو د یو مشر په کور هوايي برید وشو.
د پاکستاني خبري رسنیو د خبر له مخې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو نن د سهار په ساعتونو کې په کرمه ایجنسۍ کې د رشید په نامه د طالبانو د یو مشر په کور دوه توغندي ګوزار کړل.
په برید کې د رشید په ګډون ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان ځیني خبري رسنیو بیا ویلي دي چې قومندان رشید د حقاني د شبکې یو مهم غړی وو چې نن سهار پرې د امریکا لخوا هوايي برید وشو.
امریکا پداسې حال کې د طالبانو یا حقاني شبکې د یو مشر په کور هوايي بریدونه وکړل چې وړمه ورځ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن پاکستان، حقاني شبکې او طالبانو ته ګواښ کړی وو.
هغه ویلي وو چې د طالبانو تاکتیکي مشران په افغانستان کې او سیاسي مشران بیا په پاکستان کې دي.
هغه ویلي وو چې په پاکستان، حقاني شبکې او طالبانو به فشارونه ډیر کړي.