په ایران کې د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې شمیره ۷۶۰۰ تنو ته لوړه شوه
په ایران کې زلزلې ۱۲ زره کورونه په کامله توګه ویجاړ کړي دي
په ایران کې د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۳ په لویوالي سره د زلزلې له امله د مړو شمیر ۴۳۰ او د ټپیانو شمیره ۷۱۵۰ تنو ته رسیدلې ده.
د ایران روغتیايي چارواکیو ویلي دي چې د ۴۳۰ تنو مړو ته د خښولو اجازه ورکړ شوې ده او د ټپیانو شمیره ۷۱۵۰ تنو ته رسیدلې ده .
د ایراني چارواکیو په وینا پدې زلزله کې ۱۲ کورونه په کامله توګه ویجاړ شوي او ۴۵ زره کورونو جدي زیان لیدلی دی.
د بله پلوه د کرمانشاه والي خبري رسنیو ته ویلي دي چې دې زلزلې د یاد شوي ولایت ۷ ښارونو ته جدي زیانونه اړولي دي او د خساراتو د تثبیت چارې دوام لري.
هغه ویلي دي چې د خساراتو کچه به د څو راتلونکو ورځو په دننه کې اعلان کړي.
د بله پلوه ویل کیږي د کرمانشاه ولایت د سرپل ذهاب او قصر شیرین په څیر په سیمو کې روغتونونو هم جدي زیان لیدلی دی. د همدې امله په سیمه کې صحرایي روغتونونه جوړ شوي دي. ډیری ټپیان ګاونډیو ولایتونو ته انتقال شوي دي.
د بله پلوه په سیمه کې د ژغورنې چارې وروستۍ پړاو ته نږدې شوي دي.
د ایران د سرې میاشتې سازمان د مرستې او ژغورنې د ادارې ریس خبري رسنیو ته ویلي دي چې کیدای شي نور څوک د چپه شوو کورونو لاندې پاتې نوي. په ۵۰۰ کلو کې دا عملیات او ارزیابي شوې ده .