د عراق او ایران په پوله کې زلزلې درانده ځاني زیانونه واړول.
د عراق او ایران په پوله کې زلزلې تر ټولو ستر زیان ایران ته واړو
د عراق او ایران په پوله کې زلزلې درانده ځاني زیانونه واړول.
د عراق او ایران په پولو کې د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۳ په لویوالي سره زلزلې چې مرکز يي د عراق سلیمانیه او حلپچه ښارونه ښودل شوي دي درانده مالي او ځاني زیانونه رامنځته کړي دي.
په ایران کې د نوموړې زلزلې له امله د ۱۷۰ تنو د وژل کیدو او تر ۱۶۰۰ تنو ډیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
په عراق کې بیا د ۶ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
یاده شوې زلزلې د عراق شمال کې د سلیمانه، حلپچه ، کرکوک او اربیل ښارونو سربیره پلازمینه بغداد کې ولړزو. یاده شوې زلزله د ترکیې په ختیځ او سویل ختیځو ولایتونو کې هم حس شوه.
د ترکیې د صدرات ماڼۍ ویلي دي چې په یاده شوې زلزله کې په ترکیه کې چاته ځاني زیان ندی رسیدلی.
زلزله تیره شپه د عراق په ځايي وخت د ماسخوتن په نهو بجو او ۱۸ دقیقو رامنځته شوه.
د ایران د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې زلزلې د ایران د کرمانشاه ولایت ته سخت زیان اړولی دی.
په ایران کې زلزله په ځايي وخت د ماسخوتن په نهو بجو او ۴۸ دقیقو رامنځته شوې ده. په ایران کې د لومړنۍ زوروزې زلزلې نه وروسته د ریښتر په کچه د ۴ عشاریه ۶ او ۴ په لویوالي سره ټکانونو دوام پیدا کړ.
د ایران د کرمانشاه ولایت د ناورین او طبعي پيښو د ادارې مشر په یاد شوي ښار کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۳۰ تنه ښودلې ده .
هغه ویلي دي چي د زلزلې له امله د ځاني زیانونو دقیقه شمیره معلومه نده خو تر اوسه پورې د ۱۳۰ تنو د وژل کیدو پخلی شوی دی.
د هغه په وینا په زلزله کې تر ټولو زیات زیان د قصر شیرین، ثلاث باباجاني او غربي اسلام آباد سیمو لیدلی دی.
د بله پلوه د ایران د ولسي جرګې یو تن غړي فرهاد تجاري بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې د زلزلې له امله تر اوسه پورې ۱۷۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۱۶۰۰ تنو ډیر کسان ټپیان شوي دي.
هغه د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه ښودلې ده . هغه ویلي دي چې ډیری خلک د چپه شوو کورونو لاندې بند پاتې دي. د ژغورنې ډلې سیمې ته رسیدلي او د ژغورنې چارې دوام لري.
د بله پلوه د ایران د کرمانشاه په ولایت کې د زلزلې له امله ۳ ورځې ماتم اعلان شو.
په عراق او ایران کې د زلزلې له امله ټولټال ۲۰۷ تنه مړه او نږدې ۲۰۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.