پاکستان  د ټولټاکنو خپلواک  کمیسیون  د ۲۶۱ تنو مرکزي او ایالتي پارلمانونو د وکیلانو دندې  وځنډولې.

په پاکستان کې د ۲۶۱ تنو د مرکزي او ایالتي پارلمانونو د وکیلانو دندې وځنډول شوې

828231
پاکستان  د ټولټاکنو خپلواک  کمیسیون  د ۲۶۱ تنو مرکزي او ایالتي پارلمانونو د وکیلانو دندې  وځنډولې.

 پاکستان  د ټولټاکنو خپلواک  کمیسیون  د ۲۶۱ تنو مرکزي او ایالتي پارلمانونو د وکیلانو دندې  وځنډولې.

د پاکستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون  دا پریکړه  د نوموړو سیاستوالو لخوا د خپل مال او دارايي د نه ثبتولو  او یاد شوې ادارې ته  پدې اړه د معلوماتو د نه ورکولو  له امله  کړې ده .

د هغه کسانو په منځ کې چې دندې ځنډول شوي دي د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف زوم  محمد صفدر، د دولت وزیر طلال چوهدري  او د دیني چارو د وزیر سردار یوسف  نومونه هم  شتون لري.

د پاکستان  د ټولټاکنو خپلواک د ولسي جرګې ، مشرانو جرګې  او د ایالتي پارلمانونو  د غړیو په ګډون  د ۲۶۱ تنو وکیلانو د دندو د ځنډولو پریکړه وکړه.

د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون  ویلي دي چې دا پریکړه يي هله وکړه چې  نوموړو کسانو د ټاکل شوي  وروستۍ نیټې یعنې  د سپټمبر  د میاشتې تر وروستۍ  ورځ  خپل مال او دارايي ثبت او راجستر نکړه او پدې اړه يي دوی ته  معلوماتو ورکولو نه ډډه کړې ده .

پدې ۲۶۱ تنو کې  ۷ تنه  سناتوران، ۷۱ تنه د مرکزي پارلمان  وکیلان، ۸۴ تنه د پنجاب د ایالت د پارلمان  وکیلان، ۵۰ تنه د سند د ایالت د پارلمان وکیلان، ۳۸ تنه د خیبرپښتونخوا د ایالت  او ۱۱ تنه نور بیا د بلوچستان ایالت د پارلمان  غړي دي.

د پاکستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي تر کومه چې یاد شوي کسان  خپل مال او دارايي ثبت او راجستر نکړي او پدې اړه دوې ته په رسمي توګه معلومات ورنکړي  دندې به يي په همدې شان  وځندول  شي.

په پاکستان کې په ۲۰۰۲ کال کې  د پخواني ولسمشر پرویز مشرف  په دوره کې د تصویب شوي  قانون له مخې  د هیواد د مرکزي او ایالتي  پارلمانونو ټول غړي  مجبور دي چې  هر کال  د سپټمبر د میاشتې تر ۳۰ مې نيټې  د خپل او خپلې کورنۍ  مال او دارايي ثبت او راجستر کړي او پدې اړه د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ته هم  په رسمي توګه  معلومات ورکړي.   



اړوند خبرونه