د پاکستان د کوټې په ښار کې په ملکي وګړو وسله وال برید وشو.
په کوټه کې په ملکي وګړو وسله وال برید وشو
822777
د پاکستان د کوټې په ښار کې په ملکي وګړو وسله وال برید وشو.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د کوټې د کانسي روډ په سیمه کې نامعلومو وسله والو کسانو په یو موټر برید وکړ چې له امله يي ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ او څو تنه نور ټپیان شول.
پولیسو خبري رسنو ته ویلي دي چې د پیښې قربانیان هټۍ وال وو چې د سبزۍ منډوي پر لورې روان وو.
په پیښه کې د ټپیانو نه د یو تن روغتیایي حالت ښه ندی.
پولیسو د پیښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي. د برید کوونکو د پیژندولو او نیولو په خاطر هلې ځلې دوام لري.